دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 140702
د البرز عملیات د بلخ والی په مشرۍ پای ته ورسیدل
د بلخ ولایت البرز غرونو کی ګواښ لاندی سیمو د پاکولو عملیات د بلخ ولایت والی جنرال عطا محمد نور په مشری چی د جمعی په ورځ پای ته رسیدلی وو، د یکشنبی په نیمه شپه په کامیابي پای ته ورسیدل.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، په دی عملیات کی د بلخ والی او امنیتی کمیتی رییس، علم خان آزادی د بلخ خلګو نماینده په ملی شورا کی، د بلخ ملی امنیت رییس، دبلخ پولیسو قوماندان، د ولایتی شورا ځینی غړي، د خلګو پخواني خیزش قوماندان، ملی اردو ځینی مسؤولین، ملی پولیس او ملی امنیت پولیس او محلی پولیسو قوماندانان حضور درلود. د بلخ والی مطبوعاتی دفتر د خبر په اساس، عملیات د لقمان، چهار سای او د ګواښ لاندی سیمو باندی د البرز غره شروع کی او په داسی حال کی چی د هیواد هوایی ځواک هم مهم نقش په دی کی درلود، امنیتی ځواکونه د خلګو خیزش ځواکونو او محلی پولیسو سره یوځای په دی باندی وتوانیدل ترڅو یادسوی سیمی د دشمن له شتون څخه پاک کړی اوسخت زیان و دشمن ته ورسوی. همدارنګه عطامحمد نور رسنیو سره په خبرو اترو کی وویل: په دی عملیات کی دشمن د تلفاتو لیدلو ماسیوا، تیښته هم کړی او په آزاد سوی سیمو کی امنیتی پوستی لګول سوی دی. ویل کیږی چی په دی سیمو کی د دشمن آخیری لانی او د بلخ او سرپل مرز کی د عملیات په واسطه له منځه وړل سوی دی. دا عملیات چی د جمعی په ورځ د عطامحمد نور په مشری شروع سوی وو، د یکشنبی نیمه شپه کی پای ته ورسیدل.
https://avapress.com/vdcjyyev8uqexaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته