کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا په ننګرهار کې پر داعشیانو زورور غيراټومي بم کارولی

26 حمل 1396 ساعت 11:08

د امریکا هوایي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش پر پټنځايونو تر ټولو زورور غيراټومي بم کارولی دی. دغه بريد د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې له ځايي وخت سره سم د ماښام شاوخوا اووه نیمې بجې تر سره شوی دی.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د سپینې ماڼۍ رسنیزې برخې مشر شان سپایسر د پېښې په اړه په ډاګه کړې؛ دوی د تونلونو او غارونو یوه شبکه په نښه کړې، چې داعش وسلوالو د آزادانه تګ راتګ لپاره کاروله.
دوی له دغو تونلونو په سیمه کې پر امریکايي سلاکارانو او افغان ځواکونو په آسانۍ د بریدونو لپاره کار اخیست.
نوموړي ویلي، داسې اقدامات شوي وه، چې د برید پر مهال د ملکي تلفاتو له پراخۍ ورانۍ او ویجاړۍ مخنیوی وشي.
د اچین ولسوال اسمعاعیل شینواري ویلي، په هغه سیمه کې، چې دغه هوايي برید شوی، “ولسي خلک نه اوسېږي او یوازې “د داعش سمڅې دي.


د مطلب کود: 140973

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140973/امریکا-په-ننګرهار-کې-پر-داعشیانو-زورور-غيراټومي-بم-کارولی

آوا
  https://www.avapress.com