کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا مور بم د داعش پر اصلي مرکزونو نه دی غورزول شوی

27 حمل 1396 ساعت 9:22

د افغان پوځ ځينو سرچینو ویلي، چې د امریکا تر ټولو ستر بم د داعش پر اصلي مرکزونو نه دی غورزول شوی او یوازې یې خپله بمي ازموینه کړې ده.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د سیمی خلگ وايي، چې اوس هم افغان او امریکايي ځواکونه مامند درې ته نږدې ځای پر ځای شوي او د داعش پر مرکزونو هوایي بریدونه کوي.
په سیمه کې افغان سرتېرو په ډاګه کړې، چې امریکايي الوتکو د داعش له مرکزونو لیرې په بله سیمه کې دغه ستر بم غورزولی دی.
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ مامند دره د غرونو په منځ کې پرته ده، چې د رپوتونو له مخې په کې داعشیانو سنګرونه نیولي دي.
ویل کیږي، چې دلته د داعش پر خلاف د افغان او امریکايي ځواکونو تېر څو عملیات ناکام شوي دي.
امریکا پر دغه سیمه خپل تر ټولو ستر بم غورزولی او تمه یې داسې ده، چې ګواکي په سیمه کې یې د داعش ریښې ایستلې دي.
هغې سیمې ته، چې د امریکا تر ټولو ستر بم په کې کارول شوی هیڅ سرتېری نه دی تللی او افغان او نړیوال سرتېري سیمې ته نږدې ځای پر ځای شوي دي.
که څه هم په سیمه کې له داعش څخه ځينې مرکزونه نیول شوي او داعش په سیمه کې له هر کور، جومات، ښوونځي او هرې ودانۍ څخه سنګرونه جوړ کړي دي.
چارواکي وايي، چې داعش په اچین ولسوالۍ کې د رهبرۍ او تجهیز لوی مرکزونه جوړ کړي او د هغوی د وروستي مرکز تر ورانولو پورې به د دوی عملیات دوام ولري.
د ننګرهار ولایت چارواکو ویلي، چې د داعش پر تونلونو کاري برید شوی او له ویجاړو سمڅو څخه د ۹۴ داعشي جنګیاليو مړي راایستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر مدني ټولنو په یو لاریون کې د امریکا دغه بمي برید غندلې او د بم د زیانونو په اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.


د مطلب کود: 141030

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141030/د-امریکا-مور-بم-داعش-پر-اصلي-مرکزونو-نه-دی-غورزول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com