کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بغلان لپاره د طالبانو نومول شوی والي ووژل سو

30 حمل 1396 ساعت 11:00

یوې سرچېنې ویلي دي چې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي، د افغان ځواکونو ځانګړو عملیات کې وژل شوی دی.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، یوې سرچېنې د چهارشنبې پر ورځ(د وري۳۰مه) ویلي دي چې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي، مولوي لعل د افغان ځواکونو ځانګړو عملیات کې وژل شوی دی.
سرچېنه زیاتوي چې دا عملیات د بهرنیو ځواکونو او افغان ځواکونو لخوا د شپې مهال د پلخمري ښار په دند غوري کې ترسره شوي دي چې نوموړی له خپلو څو ملګرو سره وژل شوی دی.
په دې عملیاتو کې امریکايي کشفي الوتکو ګډون کړی وه او موخه یې د طالبانو ډلې لومړۍ درجه کسانو وژل وو.
سیمه‎ييزې سرچینې وايي چې عملیات د شپې ۱۱ بجې پیل او د سهار تر څلور بجو یې دوام وکړ.
که څه هم دولتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي خو د سیمې خلک وايي چې د مولوي لعل په ګډون سیمه کې د طالبانو اته مړي لیدل شوي دي.
د وژل شویو وسله‎والو شمېر نه دی څرګند خو د بغلان ولایتي شورا کې یوه سرچینه وايي چې کابو ۵۰ طالب وسله‎وال وژل شوي دي.
مولوي لعل د هېواد په شمال ختیځه حوزه کې د طالبانو مهم کس وه.
دا عملیات په داسې حال کې ترسره شوي دي چې طالبانو غوښتل پر بغلان پراخ برید وکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 141252

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141252/د-بغلان-لپاره-طالبانو-نومول-شوی-والي-ووژل-سو

آوا
  https://www.avapress.com