چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې د داعش پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو له خوا نن له غرمې مخکې لس بجې د نازيانو ولسوالۍ د ټکټکاني غره په سيمه کې هوايي بريد شوى دی.
هغه زياته کړه، په دغه بريد کې د داعش پنځه وسله وال چې د مولوي يحيى ډلې غړي دي، وژل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، وژل شوي داعشيان د ډيورنډ پولې د پورې غاړې اورکزو ايجنسۍ اوسېدونکي دي.
د يادونې ده، له تېرې يوې مياشتې راهيسې په ننګرهار کې د داعش پر ضد د حمزه په نوم عمليات پيل شوي چې په ترڅ کې يې د لسګونو داعش وسله والو د وژلو ادعا شوې ده.
داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)