دخپریدو نیټه :شنبه ۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 141391
د ناټو قوماندان پر ٢٠٩ شاهين قول اردو حمله وغندله

جنرال جان نېکلسن د جمعې ناوخته په يوه اعلاميه کې وويل، وسله والو طالبانو په دې حمله کې هغه افغان سرتېري چې پر لمانځه ولاړ وو او نور کسان چې په خوړنځي يا طعام خانه کې وو، ووژل.

جان نېکلسن ويلي، د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت ټول غړي د وژنې او تقبيح وړ اعمال غندي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو دغه عمومي قوماندان افغانانو او افغان دفاعي، دغه راز امنيتي ځواکونو ته ډاډ ورکړى چې نړيوال ځواکونه به يې تر څنګ وي.

په همدې حال کې د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندې وياند ډګروال جان توماس وويل، په دې حمله کې ښايي تر ۵۰ ډېر کسان وژل شوي وي.

ده وويل دا معلومات نه لري دې حملې به د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه مستقيماً اغېزمن کړي وي که نه.

خو په نورو راپورونو کې د مرګ ژوبلې دغه ارقام تر دې زيات ښودل شوي دي.

په بلخ کې د ملي اردو وياند نصرت الله جمشيدي وويل، حمله هغه وخت وشوه چې سرتېري د جمعې تر لمانځه وروسته له جومات څخه په راتو وو.

د پېښې يوه عيني شاهد ابراهيم جان رويټرز اژانس ته وويل:

"ما خو د دوه درېيو چاودنو غږونه واورېدل لکه راکټ چې وي، جګړه روانه وه، موږ ورڅخه راغلو."

د بلخ د ولايتي شورا يوه غړي ذبيح الله کاکړ بيا د بريد کوونکو شمېر ١٠ تنه ښودلى، چې د ده په وينا دوو يې په ځان پورې منجفره مواد چوولي او اته نور يې وروسته د افغان ځواکونو له خوا ووژل شول.

ځينو نورو افغان مقاماتو ويلي چې دوه بريدکوونکي نيول شوي دي.

په بلخ کې د پروني بريد مسؤليت وسله والو طالبانو منلى دى.

دا په وروستيو مياشتو کې پر يوه خوندي مرکز د وسله والو دويمه حمله ده.

د مارچ مياشتې په لومړيو کې بيا يوه ډله وسله والو په کابل کې پر سردار محمد داود خان پوځي روغتون حمله کړې وه چې له کبله يې شا او خوا پنځوس کسان وژل شوي او په لسګونو ټپيان شوي وو.

داعش ډلې د هغې حملې مسؤليت منلى دى.

https://avapress.com/vdceoz8zzjh8exi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته