دخپریدو نیټه :شنبه ۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 141398
پر شاهین قول اردو د حملې تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه

د یادې قول اردو ویاند عبدالقهار ارام ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې وسله والو تروریستانو د نظامي يونیفورم او پوځي موټرو څخه په استفادې د جمعې په ورځ ۲۰۹ شاهین قول اردو ته دننه او د یادې نظامي اډې په جومات کې یې پر پوځیانو وسله واله حمله ترسره کړه.

هغه د حملې د څرنګوالي په اړه وویل:

"یوه کس یې ځان ته چاودنه وکړه او لاره یې نورو ته خلاصه کړه، نور کسان قول اردو ته دننه شوي او پر لمونځ کوونکو یې حمله پیل کړه، وروسته جګړې دوام وکړ او جګړه د ۵ تنو تروریستانو په وژلو او د یوه تنه په نیولو پای ته ورسېده."

په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د موظفو ډاکټرانو د معلوماتو پر بنسټ چې ۱۸ تنه پوځیان وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه جګپوري چارواکي د خپلو نوم او موقف د پټ ساتلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې پر دې پوځي مرکز د تروریستانو په برید کې ۱۵۰ تنه افغان سرتېري او افسران وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان دي.

دا چې څنګه دا تروریستان په نظامي جامو د پوځ له موټرو څخه پر استفادې ۲۰۹ شاهین قول اردو ته ور داخل شوي؟ تر اوسه د دفاع وزارت هېڅ یوه امنیتي چارواکي په دې اړه کره معلومات رسنیو سره نه دي شریک کړي.

خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام د ازادي راډیو ته د دې سوال په ځواب کې داسې وویل:

"تاسو پوهېږی چې دا جکړه د یوې ترهګرې ډلې او یا هم څو تنو طالبانو سره جګړه نه ده، دا جګړه د سیمې د استخباراتو لخوا رهبري کېږي او د هغوی لخوا پلان کېږي، دښمن پلان داسې طرح کړی و چې د جمعې ورځ ده او ټول منصوبین پر لمناځه و دوی قول اردو ته راننوتل او انتحاري و مسلحانه حملې یې وکړې."

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي پر پوځي مراکزو د دا ډول تروریستي برید اصلي عامل د افغانستان په حکومتي نظام کې د استخباراتي او کشفي چارو ضعف بولي.

بلخ کې د سیاسي چارو کارپوه ذبیح الله احساس په دې باور دی چې له یادو تروریستانو سره په نظام کې دننه او له همدې قول اردو څخه مرسته شوې ترڅو دا برید ترسره شي.

احساس وایي چې یاده موضوع باید په دقت سره وڅېرل شي او لامل یې باید ملت ته په ګوته شي او مجازات شي.

هغه وویل:

"په رینجر موټر کې راغلي او دوی «بریدګر»و په نظامي جامو کې چې پر تن یې وې دلته راغلي دي، ښکاره ده چې په لومړي قرول کې او یا وروسته په لومړۍ دروازه کې به دوی په اسانه راغلي وي، ځکه دوی را رینجر موټر له کومه کړل، دوی دا جامې له کومه کړې دا ټول د اندېښنې وړل مسایل دي پر دې باید کار وشي او باید دقیق هم کار وشي."

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې دمخه د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د شمال زون د امنیتي وضعیت د څېړلو په مقصد مزارشریف ته سفر درلود د دفاع وزیر په همدې قول اردو کې افغان پوځیانو ته په خبرو کې وویل چې ۱۳۹۶ به د ستونزو او ننګونو ډک کال وي.

باید یاده کړه چې تېره چهارشنبه بلخ ولایت کې په دې دلیل لومړی درجه احضارات و چې ګواکي دې ښار ته امنیتي ګواښ متوجې دی.

https://avapress.com/vdcb98b8wrhbafp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته