د حزب اسلامي یو مشهور قوماندان مولوي شمس الرحمن دانش یار خپل افغانستان ته راغلی، او د دی حزب ډېری غړو هیله ښودلې، چې ددی قوماندان په راتګ سره به د سولې لمن پراخه شي.
مولوی شمس الرحمن افغانستان ته راستون شوی دی
3 ثور 1396 ساعت 10:37
د حزب اسلامي یو مشهور قوماندان مولوي شمس الرحمن دانش یار خپل افغانستان ته راغلی، او د دی حزب ډېری غړو هیله ښودلې، چې ددی قوماندان په راتګ سره به د سولې لمن پراخه شي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د ننګرهار چارواکي وايي، ښاغلی دانشیار د جمعه په ورځ د تورخم له لارې هیواد ته راستون شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی په دی اړه وایی ، مولوی شمس الحمرن دانشیار د یاد حزب د مشر په امر خپل افغانستان ته راغلی.
سرچنیو ویلی، له دې وړاندې د لغمان والي، تنظيمه ریيس او ولايتي مشر پاتې شوى او اوس مهال د نظامي کمېټې غړى دی.
راپورنه وای، د راتلونکې دوه ورځه ورستی به ددی ګوند مشر ګلبدين حکمتيار هم ننګرهارکې راڅرګندشي.
د مطلب کود: 141466