کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني: ټول باید د ترهګرو د جنایتونو پرضد غږ پورته کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 ثور 1396 ساعت 13:04


ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ د جمعې ورځې د پيښې په غبرګون کې د دغه برید د غندنې ترڅنګ ویلي نن ولسي غبرګون ته اړتیا ده او ټول ولس باید د ترهګرو د جنایتون پر وړاندې راپورته شي.
د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، ولسمشر غنی تیر ماښام (شنبې د وري دویمه) ارګ کې د یوې امنیتي ناستې په ترڅ کې ځینو لوړ پوړو چارواکو ته خبرې کولې.

په دې ناسته کې د ځینو کابل میشتو چارواکو په ګډون د هیواد والیانو هم د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه کې ګډون کړی و او د هیواد د امنیتي وضعې په اړه یې خبرې کولې.

ولسمشر غنيچې تیره ورځ یې بلخ ته سفر درلود وايي هر سرتیری د دې هیواد اتل دی او دې پيښې زموږ د سرتیرو د هیواد پالنې روحیه نه ده کمزورې کړې.

غني وايي د پيښې په اړه جدي څيړنې پيل شوي

د ده په وینا اوس په افغانستان کې د جنګ ډول بدل شوی دی او ترهګرو له ماتې وروسته اوس ملکي وګړي، جوماتونه، علما او ښځې په نښه کوي، خو زیاتوي چې دا ډله به هیڅ کله اراده وربدله نه کړي.

ولسمشر همداشان ویلي: "د افغانستان جنګ داخلي نه دی، موږ د بین المللي مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لرو او بین المللي تروریستي ډلو سره د جنګ په حال کې یوو."

ده طالبانو ته په خطات کې ویلي: "نننی افغانستان، پرونی افغانستان نه دی، که واقعاً جرئت لرئ، راشئ له علماو، ځوانانو او ښځو سره بحث او مذاکره وکړئ نه دا چې هر ځای هغوی په نښه کړئ."

طالبانو د جمعې په ورځ بلخ کې پر۲۰۹شاهین قول اردو باندې ډلییز برید وکړ چې له سلو زیات پوځیان پکې ووژل شول.

طالبانو د د برید پړه منلې او ټينګار کوي چې دې برید کې د دوی لسو تنو برید کوونکو برخه اخیستې او درنه مرګ ژوبله یې اړولې.


د مطلب کود: 141486

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141486/غني-ټول-باید-د-ترهګرو-جنایتونو-پرضد-غږ-پورته-کړي

آوا
  https://www.avapress.com