کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د ملي امنیت سلاکار سره د تلیفوني مکالیمې پر مهال د شاهین قول اردو پېښه وغندله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 ثور 1396 ساعت 8:37


امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر سره د تلیفوني مکالیمې پرمهال وړمه ورځ، پر شاهین قول اردو هغه ترهګریزه پېښه په کلکو ټکو وغندله، چې له کبله یې د یادې قول اردو سرتېرې د مبارکې جمعې ورځې د لمانځه د اداکولو پرمهال شهیدان او ټپیان شول.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، نوموړي د ځان، متحدو ایالتونو د ولسمشر او امریکا د ملت له لوري، د افغانستان دولت او ملت ته د دې خونړۍ ترهګریزې پېښې له امله د ژور تسلیت مراتب وړاندې کړل او ویې ویل، چې هېواد او خلک یې په هر ډول شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه: (( ما د خپل نظامي ژوند په اوږدو کې په نړۍ کې بل هېڅ داسې ملت نه دی لیدلی، چې د افغانانو په څېر د هر ډول ناخوالو پر وړاندې په اتحاد او قوت ودریږي او ټولې غمیزې په خپلې وړتیا او یووالي پایته ورسوي. زه د افغانانو د زغم او ټینګې ارادې دغه احساس خورا ډېر ستایم.))

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه، چې ترهګرو ته زموږ پیغام دا دی، چې د افغانستان دولت او خلک د ترهګرۍ سره په جګړه کې یوازې نه دي او موږ به په ګډه د ترهګرو شومې موخې شنډې کړو.

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته د خپل وروستي سفر پایلو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، چې د متحدو ایالتونو ولسمشر د هغو اصلاحي پروګرامونو څخه خوښ دی، چې د ولسمشر غني په مشرۍ، د حکومت په بېلابېلو سکتورونو کې د پلي کېدو په درشل کې دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار ښاغلي جنرال مک ماسټر، د متحدو ایالتونو د دولت او ملت د ډاډګېرنې له پیغام مننه وکړه او یو ځل بیا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې په شریکو هلو ځلو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پیاوړي کولو کې د متحدو ایالتونو او ناټو پر دوام دار ملاتړ ټینګار وکړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر وویل، چې پر شاهین قول اردو د ترهګرو د وروستي برید کورني او بهرني عوامل به د خپلو کړنو سخت بدل ترلاسه کړي او حکومت اراده لري، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د دښمن عوامل او نفوذي عناصر له یوې مخې پاک کړي.


د مطلب کود: 141530

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141530/د-امریکا-ملي-امنیت-سلاکار-افغانستان-سره-تلیفوني-مکالیمې-پر-مهال-شاهین-قول-اردو-پېښه-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com