کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیګار: د بغلان د زندانیانو مصونیت په خطر کې دی

د افغان غږ آژانس(آوا) , 4 ثور 1396 ساعت 8:51


سیګار وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پېسو د بغلان جوړ شوی زندان د معمارۍ په نړیوالو معیارونو برابر نه دی.

د  افغان غږ آژانس(آوا)، د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي مفتش سیګار په تازه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو راغلي چې د بغلان زندان افغان حکومت ته له سپارل کېدو مخکې د ساختمانۍ لس ستونزې لرلې چې پنځه یې د زندانیانو مصونیت له خطر سره مخامخ کوي.

سیګار وايي په دغه زندان باندې ۱۱.۳ میلیونه ډالره لګېدلي دي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د نشه يي توکو ضد څانګې په ۲۰۱۰ کال کې د عمران هولدین ګروپ په نامه له یو افغان شرکت سره یې د جوړولو ډالرو قرارداد وکړ.

د زندان کار په ۲۰۱۲ کال کې ختم شو.

خو سیګار وايي چې د دوی تحقیقاتو وموندل چې د دغه زندان په دریو خونو کې د ساختمانۍ معیارونه په پام کې نه دي نیول شوي، ستنې يې غیر معیاري دي او په کې استعمال شوي مواد یې هم خراب او د قرارداد خلاف دي.
سیګار اندېښنه ښودلې چې د دغه زندان درې ودانۍ غیر معیارې جوړې شوې او د زلزلې هېڅ مقاومت نلري چې ورسره د زندانیانو مصونیت له خطر سره مخامخ دی. پر دې سربېره سیګا وايي په دغو خونو کې د اور وژنې وسایل هم نشته.

په راپور کې راغلي چې په دغو خونو کې باید له ۳۵۰ څخه زیات بندیان ونه ساتل شي. زندان د ۴۹۵ کسانو لپاره جوړ شوی خو اوس په کې ۷۷۷ بندیان ساتل کیږي. وايي په یوې خونې کې چې باید اته کسان وساتل شي ۱۵ بندیان ځای کړل شوي دي.

د سیګار راپور داسې مهال خپریږي چې د بشري حقونو سازمانونه په افغانستان کې د زندانیانو پر حالت اندېښنه ښودلې او ویلي یې چې زندانیان په افغانستان کې شکنجه کیږي.

سرچینه: د  امریکا غږ اشنا راډیو


د مطلب کود: 141531

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141531/سیګار-د-بغلان-زندانیانو-مصونیت-په-خطر-کې-دی

آوا
  https://www.avapress.com