د ملېشه ځواکونو ايالتي وياند خان واسع رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې ملېشه سرتېري په څو موټرو کې د کېچ ضلعې د مند سيمې په ګواک نومې ځاى کې راروان وو چې مخکې له مخکې ورته خښ کړل شوى ماين د ريموټ کنټرول په وسيله وچاودېد او په نتيجه کې يې څلور ملېشه سرتېري ووژل شول او درې نور پهکې ټپيان شول.
د ملېشه ځواکونو وياند وايي، په چاودنه کې ټپي سرتېري سمدستي په هليکوپټر کې د تربت ښارګوټي روغتون ته يووړل شول چې وايي حالتيې له خطرې وتلى دى.
چاودنې د ملېشه سرتېرو موټر ته هم په بشپړه توګه زيان اړولى دى.
د مکران ډېوېژن کمېشنر بشير احمد بنګلزي بيا رسنيو ته ويلي چې په چاودنه کې يو بل لاروى هم وژل شوى چې وايي، د پېښې په وخت کې په خپل موټر کې د ملېشه ځواکونو له قافلې سره پر څنګ روان وو.
د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناءالله زيهري دا چاودنه په کلکه غندلې او خپلو امنيتي ادارو تهيې امر کړى چې په سيمه کې د ترهګرو د لهمنځه وړلو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.
د دې چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې نهدى منلې، خو د ملېشه ځواکونو وياند يې په خبرپاڼه کې مسؤليت پر يوه ناقانونه وسلهوال سازمان بلوچستان لېبرېشن فرنټ باندې وراچولى دی.
دغه سازمان د ايران پولې ته نېږدې په تربت، کېچ، اواران او پنجګور سيمو کې فعال دى او د بلوچستان د بشپړې خپلواکۍ لپاره اکثر پر پاکستاني سرتېرو او تأسيساتو د حملو مسؤليت پر غاړه اخلي.