دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 141549
حامد کرزی خپل څرګندونو ته بدلون ورکړ؛ نور طالبان ناراضی وړونه نه خطابوم/ خلګ د امریکا څنګ ونیسی، سوله حاکمیږی
د بلخ ولایت دهدادی ولسوالی کی د شاهین ۲۰۹ قول اردو باندی تروریستی برید دوه ورځی وروسته د بلخ ولایت د خلګو سخت عکس العمل سره مخ سو، مخکنۍ ولسمشر خپل حالت ته د طالبانو په اړه بدلون ورکړ.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، حامد کرزی نن په یو خبری ناسته کی ویل چی نور طالبان خپل ناراضی وړونه نه بولی.
کرزی وایی: د شاهین ۲۰۹ قول اردو حادثی وروسته، زما څرګندونی بدلون وکړ؛ هر یو چی افغانان وژنی، تروریست دی، طالبان یا هم داعش خپلو سیاسی مقصدونو لپاره افغانان وژنی، تروریستان دی او کړنی یی هم د تروریستانو دی.
د پخوانۍ ولسمشر په باور، د شاهین ۲۰۹ قول اردو حادثه په حقیقت کی یو تروریستی عمل وو؛ ځکه چی په هغه کی ډیر بی ګناه کسان په شهادت رسیدلی دی.
هغه په عینی حال کی وویل، دا چی موږ طالبان وړونه خطاب نه کړو یو مساله دی، خو دا چی د هغوی سره سوله وکړو بله مساله دی.
کرزی زیاته کړه، په قندوز کی دوه تنه د افغانستان بیرغ او طالبانو بیرغ سره دفن سوی دی او دا په دی معنی دی چی افغانان یو دین او به دوو جبهو کی وژل کیږی.
حامد کرزی په خپلو خبرو کی وویل چی ډیر ژیر به یو ملی فراخوانی ددی بحران څخه د وتلو لپاره جوړوی.
هغه په داسی شرایطو کی چی د بمونو مور څخه ګټی اخیستنی وروسته، د حکومت مشران یی خائن وبلل، خو اوس وایی چی د شاهین ۲۰۹ قول اردو حادثه، نه یواځی یو تروریستی عمل دی، بلکه د افغانستان خاوری سره جفا دی.
کرزی په دی باور دی چی د طالبانو اخیر تحرکات د امریکایی بمونو استفادی لپاره زمینه سازی دی.
هغه ټینګار وکړ چی په افغانستان کی جنګ تحمیلی دی او په دی باور چی سوله د افغانستان خلګو پخوانۍ هیله ده، زیاته کړه: د افغانستان ټوله خلګ د امریکا څنګ ونیسی، سوله به په افغانستان کی حاکمه سی.
کرزی وویل: تر څو چی خارجیانو ته چانس ورکړل سی ترڅو خپل مقاصدو ته د خلګو د وینی په تویولو کی لاسته راوړی، سوله به په هیواد کی رامنځته نه سی.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چی موږ سوله غواړو او نه غواړو تر ابده پوری د جنګ په وطن کی پاته سو.
پخوانۍ ولسمشر په دی خبرو سره چی نور تصمیم نه لری ولسمشر سی، ټینګار وکړ چی نور هیڅ هڅه و قدرت رسیدنی ته نه لری، خو په هیواد کی د سولی رامنځته کولو لپاره، د هیڅ هڅی څخه مخ نه اړوی.
د حامد کرزی موضع ګیری په تیرو وختونو کی، بالخصوص هغه نظر د طالبانو څخه ملاتړ کی، هر وخت جنجال منځته راوړونکی او د خلګو نیوکو لاندی او اګاهانه دی. هغه څو ورځی مخکی د اچین پر ولسوالی باندی د بمونو مور څخه ګټه اخیستنی په خاطر چی د امریکا له لوری ترسره سو، د ملی وحدت حکومت خائن خطاب کړ او وویل چی امریکا د افغانستان څخه باسی. خو دا لومړۍ ځل دی چی کرزی خپل څرګندونو ته د طالبانو په اړه بدلون ورکوی.
https://avapress.com/vdcjxvevhuqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته