کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړيوال بانګ دکډوالو له پاره دپرمختايي پروژو په برخه کې مرسته کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 ثور 1396 ساعت 15:33


دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، دبغلان والي عبدالحی نعمتي سره په ګډه ناسته کې دکډوالو له پاره دنړيوال بانګ لخوا په افغانسان کې د۸۰۰ کيلو متره سرک جوړونې خبرورکړ.

د صدای افغان خبری آژانس، دغه ناسته چې تېره ورځ دغوايي په درېيمه جوړه شوې وه. دبغلان دراستنېدونکو کډوالو داستوګنې دنومرو دوېش، تجارتي ساحو پلورلو ، دبلندمنزلو په جوړولو او دکډوالو سره دمرستو په اړه بحث ا وخبرې وکړې.

دکډوالو چارو وزير له اړوندو خواو سره دتجارتي ساحو او دکډوالو دشهرکونو په اړه پرېکړه کړې،چې يو ګډپلاوی دتجارتي ساحو دقيمت ټاکلو او پلورلو په موخه بغلان ولايت او نورو سيمو ته واستوي.

ديادونې وړه ده، چې نړيوال بانګ دکډوالو له پاره ذکرشوی سرک دفوايدعامې وزارت له لارې جوړوي. دکډوالو وزارت به پدې برخه کې دکډوالو اړتياوې دفوايد عامې وزارت ته وړاندې کړي.


د مطلب کود: 141570

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141570/نړيوال-بانګ-دکډوالو-له-پاره-دپرمختايي-پروژو-په-برخه-کې-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com