دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۳:۴۱
د مطلب کود : 141594
د خوست ښار په ختیځه څنډه درنده چاودنه رامنځته شوې
ویل کیږي، چې څو شېبې وړاندې د خوست ښار په درې کیلو مترۍ کې د یوې درندې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په سیمه کې رسمي سرچینو تر دې دمه دا پېښه تائید کړې نه ده؛ خو داسې بریښي، چې دا به موتر بم وي؛ ځکه، چې نه یوازې غږ یې دروند و، بلکې له اړوند سیمې لوګي هم پورته شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي، چې چاودنه د خوست په کاروان سرای سیمه کې رامنځته شوې ده.
کاروان سرای د بهرنیو ځواکونو اډې ته نږدې سیمه ده.
د پېښې بشپړ معلومات به بیا وړاندې شي
https://avapress.com/vdcjhvevxuqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته