کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستاني طالب، افغانستان او هند له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 ثور 1396 ساعت 8:08


د پاکستان اردو د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان یوه ویدیو خپره کړې ده چې پکې احسان افغانستان او هند د ترهګرۍ نه په ملاتړ تورنوي.

د صدای افغان خبری آژانس، پاکستاني نظامیانو تر دې دمخه خبر ورکړی و چې احسان الله احسان له طالبانو سره خپلې همکارۍ پرې کړې دي او پخپله خوښه یې ځان امنیتي مامورینو ته سپارلی دی.

په تازه خپره شوې ویډیو کې احسان ځان "لیاقت علي" معرفي کوي او ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې نه یې د پاکستان د دولت پر ضد فعالیت کاوه.

د پاکستاني طالبانو دغه پخواني ویاند د ویډیو په یوه برخه کې ویلي: "دغه ډلې په افغانستان کې کمېټې لري او د هغه له لارې د افغانستان د ملي امنیت او د هند د استخباراتو ادارې سره اړیکه لري. د افغانستان د ملي امنیت اداره هغوي ته پېژندپاڼې جوړوي څو په آزاده تګ راتګ وکولی شي."

د افغانستان او هند حکومتونو تر دې دمه د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند د تازه څرګندونو په څه نه دي ويلي.

افغانستان او هند د پاکستان استخبارات (آی اېس آي) له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورنوي.

یو شمیر جګپوړو امریکايي او افغان مقاماتو له ترهګرۍ سره په مبارزې کې د پاکستان له دوه مخي چلند څخه اندېښنه ښودلې ده. دوي ویلي چې پاکستان ترهګر په "ښو او بدو ترهګرو" ویشلي دي.


د مطلب کود: 141707

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141707/پاکستاني-طالب-افغانستان-او-هند-له-ترهګرۍ-څخه-په-ملاتړ-تورن-کړل

آوا
  https://www.avapress.com