دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 141911
سرچینې: پیښور کې د طالبانو مهم مشر د داعش وسله والو له خوا وژل شوی

د راپورنو له مخې، د پاکستان په پیښور ښار کې د طالبانو یوه مهم مشر د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو له خوا وژل شوي.

د امریکا ان-بي-سي نیوز د طالبانو باوري سرچینې له حواله لیکلي، چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله وال پر مولوي محمد داود د برید پړه منلې ده.

د سرچینې په وینا، مولوي محمد داود په پیښور کې د طالبانو د شورا مشر و او په دغه برید کې د مولوي داود دوه ساتوونکي هم وژل شوي.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې د طالبانو یوه غړي له قوله لیکليي، چې پیښه د پنجشنبې په ورځ پیښور ښار ته نژدې شمشتو کمپ کې رامنځته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال هم د طالبانو یو مهم قوماندان د نامعلومو وسله والو له خوا په پاکستان کې ووژل شو.

دغه طالب قوماندان چې قاری سید مراد نومیده د پیښور د ناصر باغ په لویه لاره کې د وسله والو بری په ټرڅ ووژل شو.

د راپورنو پر بنسټ، قاری سید مراد د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ډلې د پوځی کمیسیون یو مهم غړی وو .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccssqss2bq0o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته