کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسي جرګې غړي:

ولسمشر غني واک انحصار کړی او تګلاره یې ناکامه ده

12 ثور 1396 ساعت 10:58

د ولسي جرګې غړي پر ولسمشر نیوکه کوي، چې واک یې انحصار کړی او جنګي تګلاره یې ناکامه ده؛ نو، ځکه هېواد په ناوړه شرایطو کې دی.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په هېواد کې پر روانو ناارامیو او کړکیچونو اندېښنه ښيي او ولسمشر د واک پر انحصار او ناکامو برنامو تورنوي.
د نوموړې په وینا؛ د حکومت ناکامه جنګي ستراتیژي د خلکو د مرګ و ژوبلې لامل شوې او حالات ورځ تر بلې خرابیږي. له بده مرغه د اوریدو غوږ نشته او ولسمشر ټولې چارې خپلې او دې کار ستونزې رامنځته کړي دي.
دوی له حکومت څخه غواړي، چې د هرې ممکنې لارې کار واخلي او چارې سمې کړي.
په ولسي جرګه کې د کابل استازی رمضان بشردوست وایي؛ ډېر بد خلک هغه منافقین دي، چې په سیاسي، نظامي او اقتصادي چارو کې دخیل دي او د قوم او دیموکراسۍ په نومونو د خلکو د وژنو عاملین شوي، چې بدبختانه سترناورینونو یې رامنځته کړي دي.
د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي نیوکه وکړه، چې ولسمشر، نا کاره خوبولي کسان د مجازاتو پر ځای په بهرنیو هېوادونو کې د سفیرانو په توګه ټاکلي دي.
د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهیمي وايي، چې ولسمشر باید د ملت حقونه له پامه ونه غورزوي او د چارو سمولو لپاره ډاډمن ګامونه پورته کړي.
هغه ټینګار کوي، چې حکومت باید د قانون واکمني ومني او پلي کولو ته یې جدي پام وکړي.
ددوی په وینا؛ د قانون بابیزه ګڼل، ستونزې نورې هم ډېروي.


د مطلب کود: 142082

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142082/ولسمشر-غني-واک-انحصار-کړی-او-تګلاره-یې-ناکامه-ده

آوا
  https://www.avapress.com