کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزنی ولایت جغتو ولسوالی باندی د طالبانو تهاجمی برید دفع کول

12 ثور 1396 ساعت 18:20

د غزنی ولایت جغتو ولسوالی محلی مقامات نن سه شنبه د طالبانو تهاجمی برید څخه ددی ولسوالی پولیسو قوماندانی مقر باندی خبر ورکړ.


د آوا د خبر له مخی، د یاسین جویا، د جغتو ولسوال په وینا، ددی برید په اثر کی، دوه پولیس ټپی او دوه پولیسه هم ورک سوی دی.
جویا زیاته کړه چی په دی نښته کی طالبانو ته هم سخت تلفات اوښتۍ دی؛ د هغوی برید دفع سوی او سیمی آرامتیا بیرته راګرځیدلی دی.
د جغتوی ولسوالی د غزنی ولایت امن ولسوالیو څخه شمیرل کیږی، خو دا ولسوالی د ناامنو ولسوالیو سره لکه خوګیانی، رشیدان او واغظ سره هم سرحده دی.
طالبان دا تهاجمی برید د خوګیانۍ ولسوالی له لوری پردی ولسوالی باندی ترتیب کړی وو او دا د طالبانو څوم برید د څو کلونو په جریان کی دی.


د مطلب کود: 142140

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142140/د-غزنی-ولایت-جغتو-ولسوالی-باندی-طالبانو-تهاجمی-برید-دفع-کول

آوا
  https://www.avapress.com