دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 142539
په مدرسه کې چاودنه د پروان علماو شورا رئیس او ۷ زدوونکي وژلي

د افغانستان په شمال پروان ولایت کې د یوې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ کسان د یاد ولایت د علماو شورا رئیس په ګډون وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د راپورنو له مخې، پیښه نن سهار د چاریکار په اړوند سیمه کې په یوه دیني مدرسه کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې د پروان ولایت د علماو شورا رئیس مولوي عبدلرحیم شاه حنفي او ۷ زدکوونکي وژل شوي.

تر اوسه د دغي پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

پروان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

د پروان په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjt8evhuqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته