د قندوز سیمه ایز مقامات د هیواد په شمال کی د طالبانو د ۱۲ کسانو د نیول کیدو څخه په دی ولایت کی خبر ورکړ.
په قندوز کی د طالبانو څخه ۱۲ کسان نیول سوی دی
19 ثور 1396 ساعت 11:18
د قندوز سیمه ایز مقامات د هیواد په شمال کی د طالبانو د ۱۲ کسانو د نیول کیدو څخه په دی ولایت کی خبر ورکړ.
د افغان غږ(آوا) د خبر له مخی، محفوظ الله اکبری، د شمال ختیځ پولیس زون ویاند وایی دا کسان تیره ورځ د قندوز ښار مرکز څخه نیول سوی دی.
د هغه په وینا دا کسان پر یو فلانکوچ ډوله وسیله باندی غوښتله د طالبانو سره د قندوز او خان آباد لویه لاره کی یوځای سی خو د قندوز د پولیسو له خوا ونیول سو.
ښاغلی اکبری زیاته کړه چی دا کسان ددی سیمی هیڅ محلی ژبی سره اشنایی نه لری او خپل ځان تریشل کاران معرفی کړی وو چی د لومړنۍ څیړنو وروسته روشانه سو چی د پکتیکا ولایت د کوچی اقوامو څخه وو او د جنګ خطوطو د پیاوړۍ کولو لپاره د امام صاحب ولسوالی څخه د قندوز مرکز ته اعزام سوی وو.
د مطلب کود: 142553