دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۹
د مطلب کود : 142724
ننگرهار ولایت کی دداعش د یو گروپ مشر دسولې له بهیر سره یوځای شو
ننګرهار ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د پنځلس کسیزره ګروپ مشر د سولې له بهیر سره یو ځای شوی دی.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د یاد ولایت چارواکی ویلی، دغه وسله والو د سولې له بهیر سره یو ځای شوی داعش قوماندان وفادار نومېږي، چې په نېک عمل مشهور دی.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی، چې وفادار د ملي امنیت ریاست په هڅو له داعش ډلې بېل او سولې له بهیر سره یو ځای شوی او خپله یو میل تومانچه، یوه مخابره او دوه لاسي بمونه یې هم حکومت ته سپارلي دي.
سرچنیو زیاتیوی، چې د سولې له بهیر سره دغه یو ځای شوي داعش قوماندان تر دې وړاندې د ننګرهار په کوټ، هسکه مېنه او چپرهار ولسوالیو کې دولت ضد فعالیتونه کول.
‎ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر دې وړاندې طالب و خو کله چې داعش رامنځ ته شو، له هغوی سره یو ځای او تر مخکې یې په ډېرو ظلمونو او وحشت لاس پورې کړ.
سرچنیوی وایی، چې داعش ډله د عایداتو پيدا کولو په موخه د خلکو فصلونه، ونې او مالونه په ظلم سره نيسي او بې ګناه وګړي په شهادت رسوي.
https://avapress.com/vdcf00dyjw6djea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته