کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ازبکستان او روسيه د افغانستان پر کانونو پانګو نه غواړي

23 ثور 1396 ساعت 9:57

د روسیې او ازبکستان یو شمېر شرکتونه غواړي، چې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د منځنۍ آسیا لپاره د ولسمشرد ځانګړي ادارې سلاکار ابراهیم تمیل وایي؛ د روسیې او ازبکستان یو شمېر شرکتونه غواړي، چې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.
د نومکوړي په وینا؛ روسي او ازبک پانګوال غواړي، چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. مونږ هم د کانونو وزارت له نوې رهبرۍ سره کارپیل کړی، چې زمینه ورته برابره شي.
د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وايي، د افغانستان په کانونو کې د روسيي او ازبک شرکتونو پانګونه کولی شي د هېواد د اقتصادي پراختیا او د کانونو د منظم استخراج سبب شي.
هغه له حکومته غواړي، چې له دې چانس نه لوړه ګټه پورته کړي.
د دوی په باور که د افغانستان په کانونو او نورو بېخبنايي پروژو کي د منځنۍ آسیا هېوادونو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره شي؛ هم به مو خلکو ته کارپیداشي او هم به مو هېواد له اقتصادي بحران څخه ووځي.


د مطلب کود: 142771

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142771/ازبکستان-او-روسيه-د-افغانستان-پر-کانونو-پانګو-نه-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com