د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د کابل پرېښینا ریاست چارواکو وایی، چې په کندوز ولایت کې د جګړو له امله په پل الچین سیمه کې د تاجکستان هېواد د وارداتي برېښنا ۳مزي پرې شوي وو.
د کابل برښنا رياست وياند وحيدالله توحيدي د کبال د برېښنا ستونزه حل په اړه وایی، ۷ ورځې وړاندې په بغلان کې هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر مينځ د نښتې له امله د برښنا د لېږد يو مزی پرې شوی و، چې اوس تړل شوی دی.
سرچنیو زیاتیوی، د کابل برېښنا شرکت کارکوونکي سیمې ته رسېدلي او د شنبه ورځې تر پایه به دغه ستونزه هواره شي.