ملي وحدت حکومت اجرائيه وايي، چې افغان ځواکونو زیباک ولسوالي نیولې؛ د وسلوالو طالبانو منصوري عملیات شنډ او په کې د ادارو فعالولو هڅې روانې دي.
په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو منصوري عملیات شنډ شول
26 ثور 1396 ساعت 17:14
ملي وحدت حکومت اجرائيه وايي، چې افغان ځواکونو زیباک ولسوالي نیولې؛ د وسلوالو طالبانو منصوري عملیات شنډ او په کې د ادارو فعالولو هڅې روانې دي.
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی،
د بدخشان زیباک ولسوالي، چې څو ورځې له وسلوالو طالبانو سره وه، افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې بېرته نیولې ده.
اجرائيه ريیس عبدالله د زیباک بېرته نیول د افغان ځواکونو لویه لاسته راوړنه او د وسلوالو طالبانو منصوري عملیاتو ماته ګڼي.
اجرائيه ريیس وايي، چې ډېر ژر دې د سیمه ییزې ادارې ارګانونه فعال او هغه ځایونه، چې په جګړه کې ویجاړ شوي د بیا رغونې چارې دې په کې پیل شي.
افغان دفاعي او امنیتي چارواکي وايي، چې د وسلوالو طالبانو د عملیاتو اعلان یوازې تبلیغاتي بڼه لري او د جګړې په ډګر کې افغان ځواکونه برلاسي دي.
وسلوال طالبان هر کال په بېلا بیلو نومونو د افغان او بهرنیو ځواکونو پروړاندې پوځي عملیات پیلوي.
د مطلب کود: 143028