د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام په ریاض ښار کې په خپل استوګنځای کې د اسلامي ـ عربي هېوادونو او امریکا د مشرانو د غونډې په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک مستر سره وکتل.
د صدای افغان خبری آژانس(آوا)په دې کتنه کې دواړو لورو د تروریزم او افراطیت پر ضد دګډې مبارزې، په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د امریکاد مرستو او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
دواړو لورو د تروریزم پرضدګډې مبارزې په برخه کې په کابل کې د خپلو مخکېنیو خبرو په تائید سره یو ځل بیا د دې شومې پدیدې پر ضد په ګډه او جدي مبارزه ټینګار وکړ.
په همدې ډول جمهور رئیس غني او د امریکا د ملي امنیت سلاکار د اسلامي ـ عربي هېوادونو او امریکا مشرانو د ناستې په څنډه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو او مقاماتو په ځانګړې ډول د افغانستان او امریکا د جمهور رئسانولیدنې د دواړو هېوادونو د اړیکو او مناسباتو د پراختیا لپاره ګټورې وبللې.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک مستر، یوځل بیا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هغه هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.