کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر کندز ښار توغندي لګېدو یو زده‌کوونکی وژلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 جوزا 1396 ساعت 13:10


په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندانۍ چارواکي وايي، په کندز ښار کې د توغندي لګېدو له کبله ۱۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې نن سهار د کندز ښار په کاساني کوڅه کې د یاد توغندي لګېدو له کبله د ښوونځي یوتن زده کوونکی وژل شوی او ۹ تنه نور ملکي وګړي چې په کې د ښوونځيو زده کوونکي هم شامل دي ټپیان شوي دي.

ښاغلي اکبري زیاته کړه چې دغه توغندي د کندز چهاردرې ولسوالۍ له لورې وسله والو طالبانو د کندز پر ښار راتوغولی وو.

نوموړی زیاتوي چې وسله والو مخالفینو غوښتل پر دغو توغندیو باندې د کندز د ښاروالۍ په چمن کې د بهرنیو ځواکونو مرکز وولي، خو دغه توغندي د ښاروالۍ چمن ته نېږدې د کاساني په کوڅه کې ولګېد.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 143627

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143627/پر-کندز-ښار-توغندي-لګېدو-یو-زده-کوونکی-وژلی

آوا
  https://www.avapress.com