دخپریدو نیټه :جمعه ۵ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 143656
د هرات والی په وړاندی د لسګونو تنو هراتیانو لاریون
د هرات لسګونه کسان تیره ورځ د هرات والی بی کفایته بللۍ او په لاریون باندی لاس پوری کړی دی او د محمد آصف رحیمی د برکناره کیدو غوښتونکی سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، دوه ورځی مخکی کامران علیزایی، د هرات ولایتی شورا مشر په یو خبری ناسته کی په هرات کی، محمد آصف رحیمی، ددی ولایت والی په بی کفایتی، سلیقه یی برخورد او په فساد تورن کړی دی خو د هرات والی دا تورونه رد کړی دی.
د هرات ولایتی شورا مشر اتهاماتو وروسته، تیره ورځ لسګونه کسان د هرات په ښار کی د محمد آصف رحیمی په وړاندی لاریون وکړ او هغه په بی کفایتی تورن کړ او وویل، د هغه وخت څخه چی هغه د هرات والی په حیث ټاکل سوی دی، ناامنی، اداری فساد او نور ګډوډي په دی ولایت کی ډیر سوی دی.
لاریون کوونکی هشدار ورکړ چی که د هرات والی برکناره نه سی، په لویو لاریونونو باندی به لاس پوری کړی.
دا په داسی حال کی چی د هرات خلګ د بریشنا د حساب ویش مشکلاتو په وړاندی اعتراض وکړ او وویل چی نور به د بریشنا صرفیی پیسی به ورنه کړی.
حاجی حکیم، د شپږم ناحیی وکیل ګذر د هرات د تیری ورځی لاریون کوونکو څخه وایی: موږ د څو مشکلاتو لپاره راغلی یو؛ د اوبو، بریشنا، اداری فساد، قتل، ترور، او سرقت لپاره راغلی یو او د والی سره مشکل لرو او هغه د هرات والیتوب کفایت نه لری.
په همدی حال کی نعیم بهیر، د هرات ولایت معاون وایی چی د بریشنا موضوع د څیړلو لپاره، د یو هیات سره چی د کابل څخه راغلی دی، ځینی ناستی درلودی او دا موضوع به په جدی توګه وڅیړی، خو هغه د هرات والی لاس په فساد او کم کاری کی رد کړ او زیاته کړه، هغه کسان چی ګټی یی په خطر کی دی، لاس په لاریون پوری کوی.
https://avapress.com/vdcamen6i49nyi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته