کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رمضان مبارکی میاشتی په رارسیدو سره:

په فراه کی د خوراکی توکو قیمتونه لوړ تللی دی

6 جوزا 1396 ساعت 8:37

د فراه ولایتی شورا غړۍ وایی چی هر وخت د رمضان مبارکی میاشتی په رارسیدو سره د خوراکی توکو قیمتونه تر دی حده لوړ ځی چی د خلګو لپاره ډیر مشکلات منځته راوړې دی.


شهلا ابوبکر د فراه ولایتی شورا غړۍ آوا و خبرنګارانو ته وویل چی هر کال د رمضان مبارکی میاشتی په رارسیدو سره او د اختر شپو کی د لمړنیو خوراکی توکو قیمتونه لوړ ځی.
هغی وویل چی دا مشکلات باید د دولت له لوری کنترول سی بغیر له هغه د لمړنیو خوراکی توکو قیمتونو تر هغه هم لوړیږی.
د فراه ولایتی شورا دا غړۍ ټینګار وکړ چی په حاضر حال کی ددی ولایت خلګ د اقتصادی فقر سره مخامخ دی او د لمړنیو خوراکی توکو قیمتونو لوړیدل د رمضان په میاشت کی کولای سی د فقر لمن پراخ کړی.
هغی د دولت څخه وغوښتل ترڅو پر بازار باندی نظارت ولری او د لمړنیو خوراکی توکو د قیمتونو د لوړیدو مخه په رمضان مبارک میاشت کی ونیسی.
محمد ناصر مهری د فراه والی ویاند وایی: څنګه چی ددی ولایت ډیر خوراکی توکی وارداتی ددی نه سو ویلای چی د هغه قیمت لوړ تللی دی.
هغه وویل: د رمضان مبارکی میاشتی په رارسیدو سره د لمړنیو خوراکی توکو قیمتونه دومره لوړ ځی چی په جاری کال کی هم همداسی ده. یو د هغه دلایلو څخه چی د خوراکی توکو قیمتونه په دی میاشت کی ډیریږی دادی چی تاجران په دی میاشت کی لږ خوراکی توکی واردوی او په بازارونو کی د موادو کمبودي په بازارونو کی د قیمتونو د لوړیدلو سبب ګرځی.
هغه زیاتوی: تجاران نه سی کولای خوراکی توکی په لوړ قیمت وپلوری. ځکه د هر وخت په څیر تحقیقاتی ټیمونه لرو چی د ښار او مارکیتونو څخه نظارت لری، سربیره پر هغه ګمرکی تحقیقاتی ټیم هم شتون لری چی ددی موادو واردلو په وخت د وارد سوو موادو قیمتونو باندی نظارت لری.


د مطلب کود: 143684

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143684/په-فراه-کی-د-خوراکی-توکو-قیمتونه-لوړ-تللی-دی

آوا
  https://www.avapress.com