دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 143740
د ننګرهار چپرهار ولسوالی د داعش شتون څخه پاک سو
د ننګرهار پولیسو قومانده د د داعش تروریستی ډلی څخه چپرهار ولسوالی پوره پاکسازی خبر ورکړ.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، ددی قوماندی په یو خبر کی راغلی دی چی ددی ولسوالی ټولی کلې د سیلاب پنج عملیات په نتیجه کی پاکسازی سوی دی.
د سیلاب چهار، شماره پنج عملیات، د ننګرهار امنیتی مشترک ځواکونو عملیات سره د چپرهار ولسوالی کی د داعشیانو ۵۹ تروریستانو په هلاکت او ۳۹ تنو په ټپی کیدو پای ته ورسید.
په دی عملیات کی قاری سعید د داعش قوماندانانو څخه په دی ولسوالی کی هم وژل سوی او همدارنګه دری داعشیان ژوندی د امنیتی ځواکونو لاسته ورغلی دی.
د ننګرهار نظامی مقامات وایی چی دداعشیانو د وجود څخه د چپرهار د پاکسازی وروسته، اوس څور نظامی قرارګاه وی هلته جوړ سوی دی ترڅو د خلګو او سیمی امنیت تامین کړی.
د ویلو وړ دی چی د عملیاتو په لړ کی ملکی او امنیتی ځواکونو ته هیڅ ډول تلفات نه دی اوښتی او عملیات په کامیابی سره پای ته رسیدلی دی.
د سیلاب عملیات دوه اونۍ مخکی شروع سوی وو.
https://avapress.com/vdceex8z7jh8efi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته