کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار ولایت کي ۱۵ تنو وسله والو وژل شوی

7 جوزا 1396 ساعت 12:36

د ننګر هار ولایت چارواکی وایی، د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې له وروستیو جګړو سره سم دغې ولسوالۍ ته اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي دي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی،‎ د یاد چارواکي زیاتیوی، په دی ولایت کې د ولسي وګړو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې ۱۵ داعشیان او ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي دفتر په یوې اعلامیه کې وایی، چې په دې جګړه کې د ولسي وګړو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې ۱۵ داعشیان او ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم په دی اړه ویلی، یاد نېښته د شنبه په ورځ د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په وچ کوت سیمه کې رامنځ ټه شوې ده.


د مطلب کود: 143764

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143764/ننګرهار-ولایت-کي-۱۵-تنو-وسله-والو-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com