کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې ۳ پاکستانیان له داعش سره د یوځای کېدو په تور نیول شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 جوزا 1396 ساعت 13:06


په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۶ تنه کسان د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو سره د تړاو په تور نیول شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ننګرهار والی ویاند عطا الله خوګیاني وایي، په نیول شویو کسانو کې درې پاکستاني وګړي هم شامل دي.

هغه زیاته کړه چې دغه کسان تیره شپه ناوخته د روداتو ولسوالی له اړون سیمې څخه نیول شوي.

ښاغلي خوګیاني وایي ” روادتو ولسوالۍ کې درې پاکستانیان او درې افغانان چې غوښتل یې داعش لیکو ته ولاړ شي،پولیسو تېره شپه ونیول.”

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونه په یاد ولایت کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه په پیل شوي عملیاتو کې بوخت دي.

سیمه ییز چارواکي په ننګرهار ولایت کې مخکې ویلي و چې د داعش یا اسلامي دولت ډېری جنګیالي پاکستانیان دي خو د لومړی ځل دی چې په افغانستان کې یو ایراني وګړی له داعش وسله والو سره د همکاري په ترو نیول کیږی.


د مطلب کود: 143765

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143765/ننګرهار-کې-۳-پاکستانیان-له-داعش-سره-د-یوځای-کېدو-په-تور-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com