کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهارکې د یخ پر سر د دوه کورنیو تر منځ جګړه شوی

8 جوزا 1396 ساعت 18:57

ننګرهار چارواکي ویلی، په یاد ولایت کې دوه کورنیو تر منځ جګړه شوی، چې په کې ۴ کسانو وژل شوي دي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی په دی اړه رسنیو ټه ویلی، یاد پېښه پرون د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د للمې په سیمه کې شوې ده.
هغوی زیاته کړه، د یخ پر سر شخړه او جګړه د ملا رقیب او سید ملا جان د کورنیو تر منځ ترسره شوې. نوموړي زیاه کړه، چې په دی پيښه ۳ تنو وژل شویو د ملا رقیب د کورنۍ اړوند دي او دغه راز یوه مېرمن چې وژل شوې د سید ملا جان د کورنۍ ده.
خوږیاني وایی، چې د یاد پېښې عاملینو له سیمې تېښته کړې، خو امنیتی پولیس یې د نیولو په هڅه کې دي.


د مطلب کود: 143844

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143844/ننګرهارکې-د-یخ-پر-سر-دوه-کورنیو-تر-منځ-جګړه-شوی

آوا
  https://www.avapress.com