دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 143901
په افغانستان کی د مشکوکو الوتکو ناستی په اړه آمریکا ځواب ورکړی
د هیواد په ځینو سیمو کی د مشکوکو الوتکو ناستو د اندیښنو په لړ کیو د سنا مجلس د آمریکا څخه غواړی چی په دی اړه وضاحت ورکړی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، فضل هادی مسلمیار، د سنا مجلس مشر د نن په علنی ناسته کی وویل چی د افغانستان فضا د آمریکا په لاس کی ده او ددی هیواد مقامات باید د هلیکوپترانو ناستی په اړه خلکو ته معلومات ورکړی تر څو اندیښنی له دی لوری څخه رفع سی.
محمد علم ایزدیار، د سنا مجلس لمړۍ معاون هم د طالبانو تر کنترول سیمو کی د مشکوکو هلیکوپترانو اندیښنی څخه وویل: د افغانستان امنیت د نړیوال ټولنی په لاس کی دی او باید په دی برخه کی ځواب ورکړی.
ښاغلی ایزدیار زیاته کړه چی دا الوتکی نړیوال ټولنی پوری مربوطیږی او یا هم د نورو هیوادونو څخه افغانستان ته واردیږی باید واضح سی.
د څه وخت راهیسی، د خلګو نمایندګانو او سیمه ایز حکومتونو له لوری داسی خبری خپریږی چی د طالبانو تر کنترول سیمو کی ناپیژانده الوتکی د هغوی تجهیز لپاره کښته کیږی. خو جنرال دولت وزیری، د ملی دفاع وزارت ویاند په یو خبری ناسته کی وویل چی د ناپیژانده هلیکوپترانو کیناستل په فاریاب او سرپل او بدخشان کی یو بی سنده ادعا ده.
ښاغلی وزیری وویل: د ملی دفاع وزارت په دی لړ کی هیڅ ډول سند نه لری او د خلګو څخه غواړی چی هر ډول سند چی شتون ولری، د ملی دفاع وزارت سره شریک کړی، تر څو په روشنایی کی یی تصمیم ونیول سی.
دا لمړۍ ځل نه دی چی د ناپیژانده الوتکو کیناستلو څخه ګزارش ورکول کیږی؛ بلکه مخکی ددی هم د مخکنۍ دولت او اوسنی دولت کی د ناپیژانده هلیکوپترانو کیناستلو څخه د طالبانو تر کنترول سیمو کی ګزارش ورکړل سوی دی.
په شمالی او شمال ختیځی ولایتونو کی د الوتکو کیناستلو څخه ګزارشونه په داسی حال کی خپریږی چی طالبان او نور تروریستی جریانات هوایی ځواک او هلیکوپتر ته لاسرسي نه لری.
تر اوسه د ناپیژانده الوتکو کیناستو خبری په سرپل، جوزجان، بغلان، غزنی او ځینی نورو شمالی او ختیځو ولایتونو کی خپور سوی دی.
https://avapress.com/vdcdzs0ffyt0on6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته