دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 143938
ننګرهار ولایت کي ۵۷ تنو وسله والو وژل شوی دی
ننګرهار چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د وسله والو ۵۷ کسانو او داعش وسله وال وژل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه ویلی، د یاد هوايي بریدونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دی ولایت په کوټ، خوږیاڼو، هسکه مېنه او نازیانو ولسوالیو کې تر سره شوي دي.
خبرپاڼه زیاتیوی، لومړی د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان کمانډو ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۷ داعشیان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال ویلی، پرون د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خېلو سیمه کې د برید پر مهال ۲۴ وسله وال طالبان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.
هغوی ویلی، چې په وژل شویو کسانو کې یو هم د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال او دغه راز ۳ قوماندانان شامل دي.
سرچنیوی وایی، د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز او د نازیانو ولسوالۍ په پینې ژۍ سیمو کې هم بهرنیو ځواکونو پر وسله والو هوايي بریدونه کړي.
دهغه په وینا، چې په دی عملیاتو کې د ۳ بهرنیانو په ګډون ۶ داعش وسله وال وژل شوي او د وسله والو مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهامت هم له منځه وړل شوی دي.
خو تر اوسه وسله والو په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcdss0fjyt0on6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته