دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 143954
د کابل پرون ورځی تروریستی برید د حقانی شبکی په واسطه سازماندهی سوی وو
د افغانستان اسلامی جمهوریت ملی امنیت عمومی ریاست د یو مطبوعاتی اعلامیی په خپرولو سره اعلان کړچی د کابل پرون ورځی وحشی تروریستی برید په پاکستان کی د حقانی شبکی په واسطه طرحه ریزی سوی وو.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، پرون سهار یو تانکر موتر چی ورڅخه د فاضل آب د تخلیی لپاره ګټه اخیستل کیږی، دکابل وزیر اکبر خان په سیمه کی وچاودیدله چی په نتیجه کی یی ۸۰ غیری نظامیان شهید او د ۲۰۰ تنوڅخه ډیر ټپیان سو.
د امنیت عمومی ریاست اعلان کړ چی د موثق استخباراتی اطلاعاتو په اساس د پرون ورځی برید، د حقانی شبکی په واسطه د پاکستان استخبارات سازمان(ISI) په مرستی سازماندهی سوی وو.
د امنیت عمومی ریاست اعلامیی په اساس حرفوی تروریستان یو ځل بیا ثابت کړ چی د هیڅ دین څخه نمایندګی نه کوی اویواځی خپل پاکستانی بادارانو غوښتنی پوره کوی.
امنیت زیاته کړه چی د ملکی کسانو قتل عام د رمضان په مبارک میاشت کی د بشری اواسلامی ټولو اصولو سره په تضاد کی قرار لری.
د امنیت عمومی ریاست زیاته کړی دی چی د دشمن شوم برنامو د هر اړخیزی څیړنی جریان لری او د افغانستان بیګناه او عام خلګو ددی وژنو عاملان د هیواد دفاعی او امنیتی ځواکونو فداکاری او د خلګو په همکاری به خپلو اعمالو جزا ته ورسول سی.
https://avapress.com/vdcbsfb8arhba9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته