کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرګې د کابل د وروستي تاوتریخوالي څېړلو ته پلاوی ګومارلی

16 جوزا 1396 ساعت 10:08

ولسي جرګې له درې ورځنیو بحثونو وروسته د کابل د وروستیو خونړیو پېښو څېړنې ته پلاوی ګومارلی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د ولسي جرګې غړی فوزیه کوفي وايي، چې خلک د حکومت له پوځي او امنیتي سیاستونو ناراضه دي.
د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وایي، د اعتراض کوونکیو غوښتنو ته باید د حل لار ولټول شي؛ خونړۍ پېښې باید پټې ونه ساتل شي او مجرمین دې دې پیدا شي.
د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز وایي، نړیوال بنسټونه دې له پېښو خبر کرای شي، چې ولې عملي پرېکړې نه کوي.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي وايي؛ یو ۳۴ کسیز پلاوی ټاکل شوی، چې د اعتراض کوونکیو غوښتنو ته په پاملرنه به وروستی تاوتریخوالي و څېړي او له حکومت او نړیوالې ټولنې سره به یې ګډ کړي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي، له دې وروسته به هیڅوک پرې نږدي، چې د قوم او سمت په استازیتوب خبرې وکړي.
د ولسي جرګې غړي وايي، چې حکومت له ټولو نیمګړتیاوو سره سره پایښت او دوام ته اړتیا لري او د نظام د بدلون لپاره هیڅ بدیل نشته.


د مطلب کود: 144228

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144228/ولسي-جرګې-د-کابل-وروستي-تاوتریخوالي-څېړلو-ته-پلاوی-ګومارلی

آوا
  https://www.avapress.com