کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غنی:

ترهګر زموږ وینه تویولای شي، خو زموږ هوډ نشي‌ماتولای

16 جوزا 1396 ساعت 11:05

د کابل ناسته د افغانستان حالاتو په اړه د کابل بهیرناسته ترسره شوی دی، په دې ناسته کې د افغانستان سولې په اړه خبرې کېږي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، به د کابل ناسته پیل او په دې ناسته کې کابل د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازې ګډون کړي.
د اړګ مطبوعاتی دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی، ولسمشرمحمد اشرف غني نن سه شنبي ورځ د یاد ناسته په کابل کې د یوشمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له سفیرانو او استازو سره چې په دې ناسته کې ګډون کړی وویل، نن تاسې زموږ او موږ ستاسې تر څنګ ولاړ یوو چې په ګډه په کابل، لندن، برسلز، ترکیه، عراق او سوریه کې بې معنا تشدد ته د پای ټکی کېږدو.
د هغوی په وینا، زموږ خلک په دې غمجنو شېبو کې ستاسې د ملاتړ او خواخوږۍ مننه کوي، خو څه شی چې زموږ خلک یې غواړي، هغه عدالت دی.
سرچنیو زیاته کړه، نشه یي توکي، ترهګري، شوکې؛ دا ټول د معاصرې ترهګرۍ هغه وسیلې دي چې د اسلام له نظره مردودې دي. د دې اعمالو مرتکبین یواځې ترهګر دي او بس.
ولسمشرغنی وایی، موږ د یوه داسې هراړخیز چوکاټ له درلودلو پرته چې د ترهګرۍ ټولې پېچلتیاوې په نظر کې وساتي، د یوې علیحده برخې ستونزې له نورو جلا نشو هوارولای.
خبرپانه کی راغلی، زموږ امنیتي ځواکونه باید په قوت پر خپلو دواړو پښو ودرېږي، نه دا چې پر یوه پښه ولاړ وي او وخت ناوخته په لکڼه یا امسا تکیه کوي.
د هغوي په وینا، سوله یوازي د سولي د تړون لاسلیکول نه دي. باید یوه دوامداره سوله تامین شي چي د عدالت وړاندي کول او کار ایجادول یې اړین شرطونه دي.
غنی زیاتیوی، له هغې ورځي‌چي مې ‌واک په لاس کي واخیست، پاکستان ته مې په یوه سخت چاپېریال کې ‌د دوستۍ لاس ور اوږد کړ خو د هغوی له لوري رد شو.
د افغان ولشمسرغنی وایی، موږ یو وار بیا د پاکستان پر حکومت غږ کوو چي د مذاکرې لپاره ‌خپله اجنډا او میکانیزم را وړاندې‌کړي‌چې په مرسته یې سولې‌او ښېرازۍ ته ورسېږو.
هغوی وایی، موږ د سولې لپاره یوه موقع ورکوو خو دا هم باید روښانه وي چي دا يوه تر ابده پرانیستې موقع نه ده. د ارګ خبر پانه ویلی، زموږ تګلاره دا ده چي په دې سیمه کي له خپلو ټولو ګاونډیانو سره پیاوړې سیاسي او اقتصادي ‌اړیکې جوړې کړو.
غنی وایی، وس تر هر بل وخت موږ نړیوالي ټولنې ‌ته اړتیا لرو څو د جرمونو د مخنیوي لپاره امکانات شریک او زموږ ملاتړ وکړي او د قانون د حاکمیت غوښتنه وکړي.
د افغان ولسمشر غنی ویلی، زموږ سیمې‌ته د سولې راوستل ډېر مهم دي. ‌په أفغانستان کې سوله به زموږ ګاونډیانو،‌آسیا او نړۍ ته ثبات راوړي.
د هغوي په وینا، موږ چمتو یوو چي سولې ته د لارې هوارولو په موخه مذاکره وکړو خو هیڅ څوک دې کله هم دا نه انګېري چې‌موږ به تر ویرې او فشار مذاکره وکړو.
غنی وایی، ترهګر زموږ وینه تویولای شي، خو زموږ هوډ نشي‌ماتولای.
د افغان ولسمشر زیاته کړه، موږ اوس ټول په یوه کلي‌کي اوسو،‌ داسي کلی چې د یو شمېر هغو شبکو لخوا تر برید لاندې دی چې‌هیڅ حد او سرحد نه پېژني. .


د مطلب کود: 144237

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144237/ترهګر-زموږ-وینه-تویولای-شي-خو-هوډ-نشي-ماتولای

آوا
  https://www.avapress.com