دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 144241
چارواکي: د کابل په شش درک سیمه کې توغندی لګېدی خو کوم تلفات نه لري

په پلازمېنه کابل کې څو شېبې وړاندې د يوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

تر اوسه نه ده مالومه چې دغه چاودنه چېرته شوې ده.

امنیتي سرچینې تائیدوي، چې د کابل په شش درک سیمه کې د ناټو غوڅ ملاتړ مرکز ته نېږدې توغندی لګېدلی دی.

تر اوسه د احتمالي تلفاتو په اړه کره معلومات نشته.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وایي، په کابل ښار کې د شش درک سیمې اړوند په یوه ټنس میدان کې توغندی لګېدلی دی خو کوم ځاني او یا مالي تلفات نه لري.

د برید مسئولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbaab88rhba5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته