دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 144282
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم مالدیف ته ۲ پر ۱ ګولونو ماته ورکړه
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلی تیره شپه مالدیف ته د دوه پر یوه ګولونو پر وړاندې ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلی تیره شپه مالدیف ته د دوه پر یوه ګولونو پر وړاندې ماته ورکړه.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، دغه دوستانه فوټبال لوبه چې په عربي متحده ایالاتو کې ترسره شوه، چې د افغان ټیم لوبغاړی حسن امین د لومړۍ نیمې لوبې په وروستۍ شیبو کې لومړنۍ ګول وواهه.

له دغه ګول څخه وروسته د مالدیف لوبډلې بریدونه زیات شول د لوبې په ۳۸ دقیقه کې یې لوبه مساوي کړه.

خو له هغې وروسته د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د لوبې په ۶۲ دقیقه کې د امید پوپلزي په واسطه دویم ګول ترسره کړ.

د لوبې په اوږدو کې په دغې پایله کې کوم بدلون رانه غی او د هېواد ملي لوبغاړي وتوانېدل چې مالدیف ته ماتې ورکړي.

د مالدیف او افغانستان فوټبال ټیمونو تراوسه څلور لوبې ترسره کړي، لومړنی لوبه په ۲۰۰۹ میلادي کې ترسره شوه؛ چې افغانستان په دې سیالۍ کې ۳ ګولونه خوړلي وو.

دوهمه لوبه هم چې په ۲۰۱۳میلادي کال کې ترسره شوې چې صفر په صفر مساوې شوې وه.

درېیمه لوبه هم چې په ۲۰۱۴ میلادي کلا کې ترسره شوې چې ۱ په ۱ مساوې شوې وه خو څلورمې لوبه لوبه په ۲۰۱۵ میلادي کې ترسره شوه، چې افغانستان په دې سیالۍ کې د ۴-۱ ګولونو توپیر سره ماتې وخوره.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7t9qxak9tx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته