ننګرهار چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د دولت مخالفین خپل منځي نښته شوی دی. د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی د ننګرهار چارواکی زیاتیوی، چې پېښه پرون دیاد ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په اړونده سیمه کې شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاني په دی اړه رسنیو ټه وایی، طالبانو وسله والو خپل منځي نښته کې ۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغوی وایی، چې په یاد جګړه کې یو وسله وال طالب وژل شوی او ۲ تنو نو ټپیان شوي. خو تر وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.