دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 144530
په ننګرهار کې څلور طالبان د خپل ماین ښکار شول
د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یوې ډلې طالب وسله والو چې غوښتل یې پر سرک ماین ځای پر ځای کې د خپل ماین ښکار شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې (نن یک شنبې د غبرګولي۲۱مه) راغلي، پيښه تیره ورځ په حصارک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې چې د طالبانو یوې ډلې غوښتل د وسایطو ضد یو ماین واټ څېرمه ځای پر ځای کړي.
د خبرپاڼې له مخې، ماین د ځای پر ځای کولو پرمهال چوولی او له امله یې یاد شمېر طالب وسله‎وال وژل شوي او 5 تنه ټپیان دي.
طالبان تر ډېره د افغان ځواکونو کاروانونو نښه کولو په موخه د سرک غاړي ماینونه کاروي چې تر ډېره یې قربانیان ملکي کسان وي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcc10qsx2bq0p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته