کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: د ۳،۵ میلیارد افغانیوپه ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور شول

ارګ: د ۳،۵ میلیارد افغانیوپه ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور شول , 22 جوزا 1396 ساعت 9:43


د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست وایي، د ۳،۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه د ملي تدارکاتو کمیسیون د غونډې په ترڅ کې منظور شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د یاد ریاست له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په تصویب شویو عمده مواردو کې له هند څخه د ۱۳۸ زره مټریک ټن غنمو لېږد تړون؛ د کابل دارالامان ساحې د اداري کمپلکس ماسټر پلان طرحې او ډیزاین لپاره د مشورتي کمپنۍ استخدامول؛ د کابل ښار د پلان ګذارۍ، طرحې او ډیزاین پروژې د قرارداد تعدیل؛ او د مالیې وزارت ګمرکونو لپاره د ځیرک سیستمونو تدارک، شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې همدا راز د تخار ولایت د اشکمش له ۴۱ کیلو مټرو تر ۵۱ کیلو مټرو پورې د سړک جوړولو د قرارداد لومړۍ برخه او د لغمان ولایت له مهترلام بابا تر بادپښ ولسوالۍ پورې د ۲۰ کیلومټرو په اوږدوالي د سړک لومړۍ برخه، په مشروط ډول تائید شول.

د چارو ادارې د عمومي ریاست په وینا، ملي تدارکاتو کمېسیون د لوړو زده وکړو وزارت اړوند د لېلیو او مرکز کادري روغتونونو د اړتیا وړ دوه ډوله ډوډۍ د تړون د فسخې وړاندیز؛ چې د قراردادي شرکت لخوا د تړون د تعهداتو په پام کې نه نیولو او محصلینو ته بې وخته او بې کېفیته ډوډۍ راوړلو په وجه منظور کړ او پرېکړه وشوه، چې نوموړی شرکت دې جریمه، د خسارې جبران او د محرومیت تر پروسې لاندې ونیول شي.

یاد ریاست وایي، د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د اوبولګونې د بیارغاونې او پراختیا مشورتي خدمتونو پروژې قرارداد د UN-FAO له لوري د تفصیلي پروګرام د وړاندې کولو لپاره بېرته ولېږدول شو.


د مطلب کود: 144582

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144582/ارګ-د-۳-۵-میلیارد-افغانیوپه-ارزښت-۱۱-قراردادونه-منظور-شول

آوا
  https://www.avapress.com