کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شاهین قول اردو قوماندان او ګن شمېر افسران په حبس محکوم شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جوزا 1396 ساعت 13:49


په شمال کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو خونړی برید په تړاو، د یاد قول اردو قوماندانان او ګن شمېر افسران په حبس محکوم شوي.

 د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، د پوځي محکمې پريکړې پر بنسټ، د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان تورن جنرال مومند کټوازی په یو کال حس محکوم شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو رییس ارکان برید جنرال عبدالروف محتاج هم په یو کال حبس محکوم شوی دی.

پر شاهین قول اردو برید نږدې دوه میاشتې مخکې ترسره شوه چې په ترڅ کې لږ تر لږه د ملي اردو ۱۳۵ تنه افسران او سرتیري ووژل شول او تر ۶۰ زیات کسان ټپیان شول.

د ملي دفاع وزارت چارواکو په وینا، په وژل شویو کې ۱۰ افسران، ۲۶ بریدملان، ۹۴ سرتېري او ۵ ملکیان شامل وو.

د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې هم ۲ افسران، ۱۵ بریدملان، او ۴۷ سرتېري شامل دي.


د مطلب کود: 144666

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144666/د-شاهین-قول-اردو-قوماندان-او-ګن-شمېر-افسران-په-حبس-محکوم-شول

آوا
  https://www.avapress.com