کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بادغیس پولیسو قومانده د آوا سره په خبرو اترو کی:

داعش او طالبان د سکی دوه مخې دی

23 جوزا 1396 ساعت 15:34

د بادغیس پولیس قومانده وایی: داعش ډیر ځلی ددی ولایت ولسوالیو کی شکاره سوی دی خو د خلګو او طالبانو مخالفت سره مخ سوی دی. همدارنګه داعش او طالبان د سکی دوه مخې دی.


د آوا د خبر له مخی، عبدالرئوف تاج د بادغیس پولیسو قومانده د آوا و خبرنګارته وویل: ددی ولایت ځینی ولسوالی لکه بالامرغاب، جوند او آبکمری د سختو امنیتی ګواښونو سره مخامخ دی.
هغه وایی چی امنیتی ځواکونه شپی او ورځی هڅه کوی او د قادس ولسوالی په مربوطه سیمو کی نظامی عملیات شروع کړی دی.
د هغه په وینا د دولت مخالفین د څو ورځو په ترڅ کی  په دی ولایت کی خاص تحرکات نه دی ترسره کړی او یواځی څو کوچنۍ بریدونه ترسره کړی دی چی د امنیتی ځواکونو له لوری دفع سوی دی.
هغه وایی چی په بادغیس کی د داعش شتون تراوسه نه دی احساس سوی.
د بادغیس پولیس قوماندان په اخر کی وویل: داعش او طالب د سکی دوه مخې دی او هیڅ توپیر نه لری. دواړه ډلی جنایت ترسره کوی.


د مطلب کود: 144677

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144677/داعش-او-طالبان-د-سکی-دوه-مخې-دی

آوا
  https://www.avapress.com