کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی محصلینو ته په خطاب کی:

تاسې د پیوستون سفیران او ملی یووالی محرکین یاست

24 جوزا 1396 ساعت 0:37

ولسمشر غنی د پوهنتونونو استادانو او محصلینو سره په کتنه کی هغوی ته وویل چی تاسو د پیوستون سفیران او ملی یووالی محرکین او د یووالی بیلګی یاست او تاسو کولای سی د افغانستان بدبینان مثبت لوری ته بدلون ورکړی، نن او راتلونکی ستاسی دی.


د افغان غږ آوا د خبر له مخی، ولسمشر غنی تیره شپه د کابل پوهتونونو رئیسانو، استادانو او محصلینو سره وکتل، په دی کتنه کی پوهاند عصمت الله عثمانی او پوهنیار جاوید صدیقی د ټولو استادانو او محصلینوپه استازیتوب خبری وکړی او د ولسمشر د سلا او مشورو څخه مننه وکړه او وویل چی روان حالت د هیچا په ګټه نه دی او یواځی علم او پوهه، سوله ییز پیوستون او یووالی کولای سی د هیواد اوسنۍ وضعیت ښه کړی.

د پوهنتونونو استادانو وویل، چی هیواد د بدلون په حال کی دی او حتمآ د لوړو و ژورو سره مخ کیږی او د ټولنی اکاډمیک قشر د دولت ترڅنګ ولاړ دی او ملاتړ یی کوی. هغوی وایی چی باید کاری دایمی میکانیزمونه او سیستمونه جوړ شی ترڅو د څیرو بدلون ته اړتیا ونه لری.

  ولسمشر غنی وروستۍ بریدونه د هیواد ډیپلماسی او پرملت باندی برید وبلل. هغه وویل چی ستاسو خبری موږ ډاډ راکوی چی سم لوری ته روان یوو، تاسی د افغانستان جوړوونکی یاست.


د مطلب کود: 144704

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144704/تاسې-د-پیوستون-سفیران-او-ملی-یووالی-محرکین-یاست

آوا
  https://www.avapress.com