کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو سرمنشي په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسېد

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جوزا 1396 ساعت 9:23


د ملګرو ملتونو سرمنشي انونیو ګوتیریش نن سهار په یوه نا څاپي سفر په ترڅ کې پلازمینې کابل ته ورسېد.

هغه په خپل رسمي ټوېټر پاڼه کې لیکلي، چې د تاوتریخوالو او ناورینونو په وخت کې ملګري ملتونو د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده.

د ښاغلي ګوتیریش په وینا، په پام کې ده چې هغه د خپل سفر په دوران له افغان چارواکو او خلکو سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په بیلا بیلو سیمو کې د پلازمینې په ګدون امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

له تېرې یو اونی راهیسې په پلازمینې کابل کې دوه خونړی چاودنې شوي چې په ترڅ کې تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوی او سلګونه نور کسان ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال یان کوبیش هم دوه ورځې مخکې د امنیت شورا د غوښتنې پر بنسټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یو ناما د کارونو د ستراتیژیکې ارزونې لپاره کابل ته سفر وکړ.


د مطلب کود: 144706

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144706/د-ملګرو-ملتونو-سرمنشي-په-یوه-ناڅاپي-سفر-کابل-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com