کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملا رسول ډلې په ځوابي ځانمرګي برید کې طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جوزا 1396 ساعت 13:16


د ملا رسول اړوند ډلې یو ځانمرګي بریدګر د هلمند د نننی برید په غبرګون کې پر وسله والو طالبانو ځانمرګي برید وکړ.

د راپورنو له مخې، په دغه برید کې د ملا هبت الله اړوند ډلې ۴ تنه وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک پر ملا هبت الله اړوند ډلې برید ټائید کړه او وویل چې لومړنی معلومات ښیي په دغه برید کې لږ تر لږه ۴ تنه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ملا هبت الله اړوند ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي مخکې مخکې پر ملا رسول ډلې ځانمرګي برید پړه ومنل او ادعا وکړه چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، چې په وژل شویو کې د یاد ډلې یو قوماندان چې وفادار نومېده هم شامل دی.

په همدې حال کې د ملا هبت الله ډلې تر اوسه د ملا رسول ډلې له خوا په ترسره شوی برید په اړه څه نه دي ویلي.

هلمند د افغانستان په سویل کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 144732

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144732/د-ملا-رسول-ډلې-په-ځوابي-ځانمرګي-برید-کې-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com