دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 144756
سناتوران: امریکا د تروریزم سره مبارزه کی صادقه نه دی/ د سولی عالی شورا دی منحل سی
د سنا مجلس ځینی غړۍ وایی چی امریکا او د افغانستان بین المللی استراتژیک همکاران د تروریزم سره مبارزی په چارو کی صادقانه عمل نه کوی.
د افغان غږ افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، آصف صدیقی، د مجلس دوهم معاون چی د تیری ورځی سنا ناستی ریاست په غاړه درلود، وویل: سربیره پردی چی امریکا پوهیږی چی د تروریزم سرچینی چیری ددی او هراس افګنان د چا لوری نه ملاتړ کیږی، خو سربیره پر هغه هم د تروریزم ملاتړ کوونکی هیواد سره مرسته کوی.
ښاغلی صدیقی زیاته کړه هغه وخت چی امریکا د تروریزم ملاتړ کوونکی هیواد څخه ملاتړ کوی، نو د افغانستان سره امنیتی پیمان عقد په څه درد خوری.
حسیب الله کلیمزی، د مجلس غړۍ د حکومت څخه په نیوکه وویل: خوږ خپل ملی ګټو ته صادق نه یو که وای، په افغانستان کی د سولی تامین او جنګ پای ته رسولو لپاره به آمریکا تر فشار لاندی راوړی وای.
ښاغلی کلیمزی امریکا او ناتو په افغانستان کی د جنګ عاملان وبلل او تینګار وکړ چی حکومت باید ددی هیوادونو څخه وغواړی ترڅو جنګ ته په افغانستان د پای ټکۍ کیږدی.
د ملی وحدت حکومت خپل لمړۍ ورځنۍ کارونو کی امنیتی پیمان د امریکا سره امضا کړل؛ خو ډیرۍ نمایندګان او پوهان وایی چی د هغه ورځ څخه چی امنیتی پیمان امضا سوی دی، امنیت په افغانستان کی ورځ په ورځ خراب سوی دی.
د ملی شورا غړی ډیر ځلی د امریکا سره د امنیتی پیمان تجدید نظر غوښتونکی سوی دی، خو کوم اقدام په دی لړ کی نه دی اخیستل سوی.

د سولی عالی شورا منحل سی

له بل لوری، آصف صدیقی د سنا مجلس دوهم معاون د سولی عالی شورا شتون څخه نیوکی وکړی او وویل چی دا شورا د تاسیس وخت څخه تراوسه پوری هیڅ مثبت لاسته راوړنه نه ده درلودلی.
ښاغلی صدیقی زیاته کړه: د سولی عالی شورا باید منحل سی او حکومت د یو برنامی پر سر باید کار وکړی او په هغه کی ملی شورا غړۍ، ارشاد وزارتونو مسوولان او مج اوقاف او معارف غړۍ شامل وی.
https://avapress.com/vdccp0qse2bq0m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته