کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دهلمند سامینار دښته کې د موټر بم چاودنه ۵ تنه وژل شوي

24 جوزا 1396 ساعت 17:19

په هلمند ولایت کې یوه ځانمرګي بریدګر د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو پرجلا شوې ډلې د موټر بم په مرسته ځانمرګی برید کړی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، سیمه ییز چارواکي زیاتیوی، په هلمند کې د وسله والو طالبانو یوې ډلې پر بلې ډلې طالبانو ځانمرګی بریدکړی دی.
د هلمند ولایت چارواکی ویلی، ددی ولایت د ګرشک ولسوالۍ په سامینار دښته کې د چهارشنبي ورځ د موټر بم چاودنه شوې ده.
د هلمندولایت د والي ویاند عمر ځواک په دی اړه وایی، چې د یاد پېښه نن سهار شاخوا ۷ بجې ددی ولایت د ګرشک ولسوالۍ په سامینار سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هلمند د والي ویاند وایی، دا برید د ملا رسول تر مشرۍ لاندې د طالبانو پر بېلې شوې څانګې ترسره شوی دی.
هغوی ویلی، چې په دې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.


د مطلب کود: 144757

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144757/دهلمند-سامینار-دښته-کې-د-موټر-بم-چاودنه-۵-تنه-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com